کابل نن چهارشنبه د نړۍ د ۲۵ هېوادونو د استازو کوربه دی

د نړۍ د شااوخوا ۲۵ هېوادونو استازي نن د کابل د پروسې په نوم کنفرانس کې د افغانستان په سوله او ثبات خبرې کوي.

د کابل په نننۍ غونډه کې د منځنۍ اسیا په څو هېوادونو سربېره پاکستان، هندوستان، ایران، روسیه، امریکا، چین، جاپان او د ملګرو ملتونو او ناټو په شمول، د یو شمېر نړیوالو ادارو استازي برخه لري.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا رئیسه لیزا کُرټېس په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلې.

نوموړې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنو وروسته کابل ته تللې ده.

مېرمن کُرټېس چې د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې مشره هم ده، پرون سې شنبه‌یې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره کتلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دې امریکايي چارواکې د افغانستان له سولې د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ او د کابل کنفرانس‌یې د سولې په برخه کې د لارې د یوې عملي نقشې د وړاندې کولو لپاره مهم وباله.