- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د «ریچارډ کوهن» په قلم مقاله خپره کړې ده.
د مقالې سرلیک دی، امریکا باید همدا اوس له افغانستانه ووځي.
د مقالې په یوې برخه کې لیکوال لیکي، که امریکایان ووځي، طالبان به بریالي شي چې هېڅڅوک داسې څه نهغواړي.
خو لیکوال د دې سربېره د ویتنام جګړې ته اشاره کوي.
له دغه هېواده امریکایي ځواکونه په ۱۹۷۹ میلادي کال کې ووتل.
د لیکوال په وینا د امریکا دې پرېکړې هغه ویتنامیان له ستونزو سره مخامخ کړل چې امریکاييپلوه وو.
وړاندې راغلي، اخر به هغه څه کوو چې باید کړي مو وی؟ دا د لیکوال «کوهن» نظر دی، خو د جګپوړو امریکایانو نظر له دې سره توپیر لري.
مثلاً په ناټو کې د امریکا سفیر «کې. بیلې هاچيسون» چې تازه د افغانستان له سفره ستنه شوې وایي، دوی به پرې نهږدي چې په افغانستان کې شخړې زیاتې شي.
تر جمهوري ریاست مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د افغانستان مأموریت له ناورینه ډک بللی و او له دغه هېوادهیې د پوځیانو د وتلو خبره کړې وه، خو د تېر کال په اګسټ کې یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره چې کله ستراتېژي اعلان کړه، په هغې کې یې څرګنده کړه چې امریکایي ځواکونه به له دغه هېواده د مهالوېش له مخې ونهوځي، شرایطو او زمان ته له کتو سره سم به ووځي.
یوې بلې خپرونې بیا د افغانستان د چارواکو د خپل منځي ستونزو مسئله رااخېستې ده.
- ډیپلوماټ
ډیپلومات خپرونې په دې اړه د عطا محمد نور مقاله خپره کړې ده.
د مقالې په پيل کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلیو ته اشاره شوې ده.
د لیکوال په وینا له درغلیو ډک دا انتخابات د اشرف غني په ګټه شول، د هغه چا په ګټه چې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته کابل ته راغی او د دې ټولنې له واقعیتونو سره، د نور په وینا سم اشنا نهدی.
په مقاله کې بیا د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو خبره یاده شوې چې د لیکوال په باور په دې حکومت کې د جمعیت په استازیتوب ډاکتر عبدالله عبدالله برخه واخیسته.
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس وړاندې لیکي:
د ملي وحدت د حکومت د تشکیل پر مهال زموږ ټینګار پر دې و چې مرکزي سیاسي سیستم بدل شي، د اداري فساد پر ضد مبارزه وشي، د فقر مخه ونیول شي او له هغو طالبانو سره سیاسي جوړجاړي ته ورسېږو چې سوله غواړي.
په مقاله کې بیا راغلي دي چې اشرف غني د داسې ولسمشر په توګه کار پیل کړ چې له اساسي قانون سره سم تعریف شوی دی حال دا چې دی د ملي وحدت د حکومت مشر دی.
عطا محمد نور د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه او د اشرف غني مخالف و.
د تېر میلادي کال په وروستیو کې ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې د ښاغلي نور استعفا یې د بلخ د والي په توګه منظور کړې ده او انجنیر محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي وټاکه.
خو تر اوسه د ارګ او د عطا محمد نور ترمنځ لانجه نهده حل شوې او عطا محمد نور ټینګار کوي چې دی والی دی.