په کابل پروسه کې پاکستان او طالبانو ته د سولې پلان په ډاګه کېږي

افغان ولسمشر وایي، د کابل پروسې په سباني کنفرانس کې به طالبانو او پاکستان ته د سولې د پلان جزئیات په ډاګه کړي.

اشرف غني نن سې شنبه د ټویټر له لارې په خپاره کړي پیغام کې که څه هم په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو په افغانستان او سیمه کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره‌یې د وړاندې تګ هیله ښودلې ده.

د ولسمشرۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال هارون چخانسوري بیا نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت دې ته چمتو دی چې له طالبانو سره له هر ډول مخکني شرط پرته، د سولې خبرې وکړي.

طالبانو چې تل یې له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي، د کابل د پروسې د غونډې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو نن سې شنبه‌یې بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې امریکا ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی.

طالبانو ویلي چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه‌لري او د تېرو ۱۷ کلونو جګړو دا مسئله یقیني کړې او اوس واشنګټن ته په‌کار ده چې په قطر کې د اسلامي اماراتو له سیاسي دفتر سره مستقیمې خبرې پیل کړي.