سعودي عربستان د دې هېواد په پوځي تشکیلاتو کې د پراخو بدلونونو په ترڅ کې د پوځ د لوی درستیز په ګډون یو شمېر لوړپوړي پوځي قوماندانان له دندو لیرې کړي او پر ځای یې نور کسان ټاکلي دي.
د غه نوې ټاکنې په یو شمېر سلطنتي فرمانونو کې چې د دې هېواد دولتي خبري آژانس نن خپاره کړي، شوې دي.
په پوځي تشکیلاتو کې د دغو نویو ټاکنو د علت په اړه تر اوسه رسماً څه نهدي ویل شوي.
سعودي عربستان دغهراز د دفاع وزارت د یوه پراختیایي پلان اعلان هم کړی، خو په دې اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
سعودي عربستان دغه اقدامات په داسې حال کې کوي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د نړیوالو لهخوا د پېژندل شوي د یمن د دولت د ملاتړ لپاره د دې هېواد په مشرۍ د پوځي کمپاین له پیله نږدې درې کاله تېرېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له ۱۰ زرو زیات کسان په یمن کې په جګړو او هوایي بریدونو کې وژل شوي او له اوو میلیونو زیات وګړي هم له قحطۍ سره مخامخ دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزیر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په وروستیو میاشتو کې د پراخو اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو له لارې خپل قدرت پیاوړی کړی دی.