اکثره افغانان د طالبانو د حملو او بمي چاودنو قربانیان دي

د حکومت اجرائیه رئیس وایي چې تر اوسه په افغانستان کې اکثره وګړي په هغو حملو او بم چاودنو کې وژل کېږي چې د دولت وسله‌وال مخالفین په‌کې تر ډېره له ماینونو او نورو چاودېدونکو وسیلو څخه کار اخلي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په جینوا کې په نړۍ کې د ماینونو ضد نړیوال کنفرانس کې وکړې.

ښاغلي عبدالله د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې که څه هم د ماین پاکۍ د هڅو په ترڅ کې د دې هېواد ډېره برخه خاوره له ماینونو او نورو چاودېدونکو وسیلو پاکه شوې او شااوخوا ۱۹ میلیونه ماینونه شنډ کړای شوي، خو لاهم ډېرې سیمې تر اوسه په ماینونو پوښل شوي چې ملکي وګړي یې تقریباً هره ورځ قرباني ورکوي.

ښاغلي عبدالله له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ماینونو اود نورو چاودېدونکو وسیلو د کاروونکو، تولیدوونکو او افغانستان ته د لېږدوونکو په وړاندې جدی اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې نه‌یوازې دا چې د دغې وحشتناکې وسیلې د منع کولو په برخه کې کار وکړي بلکې د نړیوال قانون له مخې له ټولو قانوني لارو او وسیلو څخه د دغو ماینونو د جوړوونکو، تولیدوونکو او اسانتیا برابروونکو په وړاندې که هغه دولتونه دي یا نور جدي اقدام وکړي."

ښاغلي عبدالله دغه‌راز وویل چې د افغانستان حکومت دې ته ژمن دی چې د ۲۰۲۳ کال تر مارچ پورې په دې هېواد کې د پرسونل ضد ماینونه په بشپړه توګه له‌منځه یوسي.

افغانستان د ۱۹۹۹ کال د پرسونل ضد ماینونو د تولید، استفادې او زېرمه کولو د مخنیوی نړیوال کنوانسیون چې د اوتاوا کنوانسیون په نوم یادېږي، غړیتوب په ۲۰۰۲ کال کې حاصل کړی، خو د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې، چین او هند په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو تر اوسه د هغه ملاتړ نه‌دی کړی.