د کابل ښار د نجونو د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کابل ښار د نجونو د فوټبال سیالۍ د عدالت او اینده سازانو د لوبډلو په بریا سره پیل شوې.

په لومړیو دوو لوبو کې عدالت لوبډلې اطلس لوبډلې ته او اینده سازانو لوبډلې بیا د سنګر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پېل شوې دي.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ښځینه فوټبال اتو لوبډلو ګډون کړی چې نن سې شنبه به پای ته ورسېږي.