ټاکل شوې چې د افغانستان د ووشو لوبډله د جنوبي اسیا په ازادو سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ولاړه شي.
د افغانستان د ووشو فدراسیون رئیس سیدالرحمن يورش نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د مارچ میاشتې په ۲۱مه په لاهور کې پيلېږي.
د ده په خبره، افغان لوبغاړو د دغو سیالیو ښه تمرینات کړي او ښې لاسته راوړنې به ولري.
ښاغلی يورش وايي، په دغو سیالیو کې د جنوبي اسیا د ټولو هېوادونو د ووشو ټیمونه ګډون کولای شي.