د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې راشد خان د لوبډلې مشري کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشري راشد خان کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دا چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی د اپنډکس د جراحي عملیاتو له امله په دغو سیالیو کې ګډون نه‌شي کولای، نو دغه چاره راشد ارمان ته سپارل شوې.

د نوموړي په خبره، د ښاغلي ستانکزي وضعیت اوس‌مهال ښه دی، خو د يو څه مودې لپاره ارام ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله اوس‌مهال له وېسټ انډيز سره په تمریناتي لوبه بوخته ده.

د نړیوال جام غوراوي پړاو رسمي سیالۍ چې ۱۰ لوبډلې په‌کې ګډون لري، د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه په زېمبابوې کې پیلېږي.