دهقان: پاکستاني پوځ یو ځل بیا پر کنړ راکټي حملې کړي

د کنړ ولایت امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان له لوري یو ځل بیا د دغه ولایت پر ځینو سرحدي سیمو راکټونه توغول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل، له تېرې شپې راهیسې د پاکستان له لوري د دغه ولایت د دانګام، ناړۍ او سرکاڼو پر ولسوالیو شااوخوا ۱۷۵ توغندي توغول شوي دي.

ښاغلي دهقان وویل، دغو توغندیو یو کور وران کړی، خو ځاني زیان يې نه‌دی اړولی.

له تېرو څو کلونو راپه دې‌خوا د کونړ پر ځینو سرحدي ولسوالیو د پاکستانۍ ملېشې د توغندیزو بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونه نور یې د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کړي دي.