د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې په ختیځه سیمه غوطه کې د روسیې لهخوا پنځه ساعته اوربند نافذ شوی دی.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ورځې بشري وقفې ته امر ورکړی چې په سیمهییز وخت د سهار له نهو تر دوو بجو به عملي کېږي.
په دې کې د یوه بشري دالان پرانیستل هم شامل دي چې ملکیان وکولای شي له محاصره شویو سیمو ځان وباسي.
د راپورونو له مخې په دې سیمه کې به ۳۹۳ زره کسان بند پاتې وي.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې چې دفتر یې په لندن کې دی ویلي چې له تېرې نیمې شپې راهیسې په غوطه کې په ټوله کې وضعیت ارام دی.
د فرانسې خبري اژانس یوه خبریال په لوی ښار دوما کې تېره شپه د توغندیو د خال خال ډزو راپور ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دغه اوربند د سوریې له ځواکونو سره د موافقې پر اساس شوی دی او هدفیې له هغو ملکیانو سره مرسته ده چې له سیمې ووځي او هم ناروغان او ټپیان ولېږدول شي.
دغه اوربند وروسته له هغه ټینګیږي چې له اتو ورځو راهیسې د سوریې حکومتي ځواکونو په ختیځه غوطه کې د مخالفینو پر مورچلو پرلهپسې هوایي او ځمکني بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د فعالانو په وینا له ۵۶۰ زیات کسان وژل شوي دي.