د امریکا متحده ایالاتو له سعودي عربستان سره د اټمي انرژۍ د یوې معاملې په اړه خبرې کوي چې له مخې یې ښایي ریاض ته اجازه ورکړي چې یورانیم لاغني او هغه بیا چاڼ کړي، که دا هېواد د اټمي بټیو د جوړولو لپاره امریکایي کمپنۍ غوره کړي.
اسوشیټېډ پرس خبري اژانس، بلومبرګ او یو شمېر نورو رسنیو د دوشنبې په ورځ راپورونه خپاره کړل چې وایي، سعودي عربستان د ملکي اټمي انرژۍ د پروګرام د پیلېدو لپاره د معاملې د یوې برخې په توګه په هغې کې د دغه ډول پرمختللي اټمي ظرفیتونو د شاملولو لپاره هڅه کوي، هغه ډول پروګرام چې ایران ته د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون له مخې اجازه ورکوي چې د اټمي انرژۍ د پروګرام په چوکاټ کې په محدود ډول یورانیم غني کړي.
سعودي عربستان استدلال کوي چې دوی ته باید اجازه ورکړل شي چې دغسې یو پروګرام ولري چې کله چې د ایران پر اټمي فعالیتونو په راتلونکې یوه لسیزه کې لګول شوي بندیزونه نرمېږي، د دغه پروګرام په نتیجه کې دا هېواد د اټمي وسلو جوړولو ظرفیتونو ته نږدې شي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادلالجبیر په دې وروستیو کې د مونشن نړیوال امنیتي کنفرانس ته ویلي وو چې زموږ هدف دا دی لکه د نورو هېوادونو په شان ورته حقونه ولرو.