د غور ولایت د بزګرانو اندېښنې!

د غور ولایت د کرنې رئیس وايي، په روان لمریز کال کې د دغه ولایت کم حاصلات د غور بزګران اندېښمن کړي دي.

عبدالتواب تایب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د کم ورښت له امله د غور بزګران نه‌دي توانېدلي چې ښه او د پام وړ حاصلاتو او د خپلو دغو حاصلاتو له درکه په کافي اندازه عواید ترلاسه کړي.

د ښاغلي تایب په خبره په تخمیني ډول روان کال د غور د بزګرانو په حاصلاتو کې له ۵۰ نه تر ۷۰ فیصدو پورې کموالی راغلی دی.