پروان چارواکي: د ۱۱ پراختیايي پروژو تدارکاتي بهیر روان دی

د پروان د اقتصاد رئیس وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۱ پراختیايي پروژو تدارکاتي بهیر روان دی.

مسیح هاروني نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغو پروژو ټول لګښت ۲،۶ میلیونه ډالره کېږي چې د هندوستان په مالي مرسته به په ۱۳۹۷ کال کې په بېلابېلو برخو کې پلي شي.

ښاغلی مسیح وايي، د دغو ۱۱ بنسټیزو پروژو د پلي کېدلو پر مهال او دغه‌شان تر هغې راوروسته به د پروان یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینې برابرې شي.

د پروان د اقتصاد ر‎ئیس د معلوماتو له مخې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغانستان اجرائیه رئیس په کابل کې د هند له سفیر سره د ۱۰۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړل چې په ۳۱ ولایتونو کې به تطبیق کېږي او ۱۱یې په پروان ولایت کې دي.