په کندز کې د ناامنیو له کبله لسګونه صنعتي فابریکې تړل شوي

په کندز کې د ناامنیو له کبله لسګونه صنعتي فابریکې تړل شوې دي.

په کندز کې د صنعتي فابریکو د اتحادیې مشر غلام حیدر حیدر له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل چې د صنعتي پارک نشتوالي او تر څنګ‌یې ناامني هغه لوی لاملونه دي چې په دې ولایت کې د سوداګرو او د وړو فابریکو د کاروباریانو کار یې له سقوط سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د شته نا امنیو له کبله نږدې ۲۰۰ صنعتي فاریکې تړل شوي او پانګه‌وال له دې ولایت څخه نورو ولایتونو ته تللي دي.

بل‌خوا د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري په دې ولایت کې د امنیت نه‌راوستو له کبله پر دولت انتقاد کوي او زیاتوي چې باید دولت د دې ولایت امنیتي وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو سوداګر په دې ولایت کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

په همدې حال کې د کندز د والي ویاند نعمت‌الله تیموري بیا وايي چې دوی د صنعتي فابریکو د سقوط موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده او ډېر ژر به د صنعتي فابریکو د بېرته فعالولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دغه ولایت کې موجوده ناامنیو یوازې پر صنعتي فابریکو منفي اغېزه نه‌ده کړې، بلکې د دې ولایت ګڼ شمېر دکانداران هم شکایت کوي چې ناامنیو د دوی پر پېر او پلور هم منفي اغېزه کړې ده.