د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې پرون یکشنبه شااوخوا ۲۰۰ کسانو په یوه اعتراضیه مظاهره کې د سوریې د کُردانو د مشر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د ډموکراتیک اتحاد ګوند چې په سوریه کې د کُردانو اصلي ګوند ګڼل کېږي، پخوانی مشر صالح مسلم د شنبې په ورځ د ترکیې د حکومت په غوښتنه په پراګ کې ونیول شو.
انقرې پرون تأیید کړه چې د مسلم د استرداد په اړه رسمي اسناد یې چک جمهوریت ته سپارلي دي.
د ترکیې مرستیال صدراعظم باقر بوزداق ویلي دي چې مسلم به د پراګ په یوه محکمه کې محاکمه شي.