ټرمپ: شمالي کوریا سره خبرې هغه مهال ممکنې دي چې وړاندیز یې وکړي

د امریکا ولسمشر وایي، له شمالي کوریا سره مذاکرات یوازې د «رښتوني شرایطو» سره سم او هغه مهال ممکن دي چې پیونګ یانګ د مذاکراتو وړاندیز وکړي.

ډونالد ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وینا کوله، د هغه څه په اړه چې ده «رښتوني شرایط» وبلل، معلومات ورنه‎کړل.

ده وویل:

"فکر کوم د چین ولسمشر بې‌جوړې دی. هغه زموږ سره مرسته کوي، څو له شمالي کوریا سره چې مذاکرات غواړي، خبرې وکړو. هغه څه چې تېره شپه مو واورېدل، هغوی د خبرو غوښتونکي دي. موږ هم د مذاکراتو غوښتونکي یو، خو یوازې د سمو شرایطو پر اساس."

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه-اېن ویلي وو، واشنګټن باید د شمالي کوریا پر وړاندې په خپل سخت دریځ کې نرموالی راولي.

د امریکا متحده ایالاتو تېره اوونۍ د اټمي پروګرام او بالیسټیک توغندي د ازمایلو له کبله پر پیونګ یانګ نوي بندیزونه ولګول چې په دې سره د دواړو لورو ترمنځ د خبرو احتمال کم شو.