د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو د هغو نقیله وسایطو د بېرته راګرځولو په برخه کې پرمختګ شوی چې د دغه وزارت په چوکات کې دننه او بهر افرادو او چارواکو ته توزېع شوي وو.
دغه وزارت درې ورځې وړاندې دغو افرادو ته ۴۵ ورځې وخت ورکړی وو چې دغه وسایط په خپله خوښه اړوندو ادارو ته وسپاري، که نه قانوني چلند به ورسره وشي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پولیسو د بېرته راګرځول شویو نقلیه وسایطو دقیق شمېر ونهښود، خو وایي په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.
ده زیاته کړه:
"یو تعداد موټر هغه چې د وزارت په چوکاټ کې وو که له تشکیله بهر له افرادو سره وو، یو تعداد یې وزارت ته تسلیم شوي دي، نور هم د تسلیمۍ په حال کې دي. شمېر یې دقیق معلوم نهدی ځکه شېبه په شېبه بدلېږي."
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په سلګونه نقلیه وسایطیې د دغه وزارت په چوکاټ کې دننه او له تشکیله بهر توزېع شوي وو چې پهدې کې ځیني با نفوذه مشران، د ملي شورا غړي او هغه کسان شامل دي چې د دندو تر ختمېدو وروسته له ګواښ سره مخامخ دي.
د کورنیو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د راټولولو چارې د افغان ولسمشر په سپارښتنې او نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو په غوښتنه او په ځانګړي ډول د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار چې په افغانستان کې د اداري فساد په اړهیې اندېښنه ښودلې وه، ترسره کېږي.
د دې بهیر چارې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي رئیس څاري.