د «کابل پروسې» دوهمه غونډه به سبا چهارشنبه کابل کې ترسره شي

ټاکل شوې د کابل پروسې دوهمه غونډه سبا د افغانستان په پلازمېنه کې ترسره شي.

سولې ته د رسېدو څرنګوالی او د ترورېزم او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د عملي همکارۍ ترلاسه کول، د دې غونډې اصلي اجنډا جوړوي.

د کابل کنفرانس د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې بشپړ پلان چمتو شوی او په همدې غونډه کې به‌یې افغان حکومت نړیوالو ته وړاندې کړي.

د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او د درېیو نړیوالو سازمانونو لوړپوړو استازو ته په‎دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، ډېری هېوادونو او سازمانونو په غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړی دی.