د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سوریې په کورنۍ جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې په بېړني ډول هغه ۳۰ ورځنی اوربند چې د امنیت شورا په پرېکړهلیک کې یې غوښتنه شوې، عملي کړي.
ګوترش نن دوشنبه د سویس په جینوا ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل چې مرسته کوونکې ادارې په غوطه الشرقیه کې چې د وسلهوالو ډلو تر واکمنۍ لاندې ده، خلکو ته د بېړنیو مرستو رسولو تیاری لري.
انتونیو ګوترش وویل:
"لکه څرنګه چې ما د شنبې په ورځ په امنیت شورا کې وویل، وایم چې غوطه الشرقیه نور انتظار نهشي کولای، نور یې وخت رارسېدلی چې پر ځمکه د دې دوزخ مخنیوی وشي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شنبې په ورځ یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په سوریه کې له ځنډ پرته د اوربند د ټینګېدو غوښتنه پهکې شوې ده.
د اوربند هدف د جګړې په سیمو کې ملکي خلکو ته د خوراکي موادو او دوا رسول دی.