د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون پر یو شمېر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول پر فېسبوک د وسلو د پلور اعلانونه د خلکو د امنیت لپاره ګواښ ګڼي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
له غیر مسؤله کسانو سره د وسلو شتون او په ځینو ټولنیزو پاڼو کې د وسلو د پلور اعلانونه عام خلک او د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون اندېښمن کړي دي.
د دغه کمېسیون غړي کرامالدین رضا زاده د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په انلاین ډول د وسلو دا رنګه اعلانونو ستونزې زیاتې کړي او د خلکو امنیت تهیې ګواښ پېښ کړی دی.
نوموړی وایي:
"دغو وسلو خلک امنیت ته اندېښمن کړي، هغه څوک چې غیر قانوني وسلې پلوري او یا د فېسبوکونو له لارې یې اعلانونو ته ږدي، دوی باید وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي، افغانان له دې زیات نور د بدبختیو او بېسریو چې اوس موجودې دي، تحمل نهلري."
ښاغلي رضا زاده د هېواد په یو شمېر سیمو کې وروستۍ بېنظمۍ او په خوشحالیو کې د ډزو لاملونه هم د غیر قانوني وسلو شتون په ګوته کوي او ټینګار کوي چې د دې ستونزې د هواري لپاره باید جدي اقدام وشي.
په دې وروستیو کې په یو شمېر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه په فېسبوک کې داسې اعلانونه تر سترګو کېږي چې په هغو کې د وسلو بیې او ماډل د پلور لپاره اعلان ته وړاندې شوي وي.
د وسلو مینهوالو هم له اعلان کوونکو څخه د وسلو د پلور د ځای او بیو په اړه پوښتنې کوي او ځینو په دې برخه کې د حکومت په نهپام انتقادونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په شپه د «اې. سي. بي» سازمان په لوبو کې افغان ورزشکارانو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز د بریا په ویاړ یو شمېر وسلهوالو د خوشحالۍ هوايي ډزې وکړې.
د راپورونو له مخې، دغو ډزو یو شمېر خلک اندېښمن کړل او په ځینو ولایتونو کې یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
په بغلان کې د خوشحالۍ ډزو غم جوړ کړ
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د خوشحالۍ له هوايي ډزو وروسته، د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، ډېری دغه ډزې د لوړپوړو کسانو له لوري شوې دي.
هڅه مو وکړه چې په انلاین ډول د وسلو د پلور او پېر په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم راواخلو، خو له پرلهپسې هڅو سره سرهیې بیا هم په نظر اخیستو بریالي نهشو.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دغه وزارت د څار ټیم تر اوسه دا ډول اعلانونو ته نهدی متوجې شوی.
د دغه وزارت چارواکي په همدې حال کې ټینګار کوي او وايي، دا ډول اعلانونه چې د خلکو رواني امنیت ته ګواښ پېښوي، د قانون خلاف دي او عاملینو سره بهیې قانوني چلند وشي.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان ټولنیزو پاڼو کې د وسلو د پلور اعلانونه د ځوانانو راتلونکي ته ګواښ بولي او له حکومته غواړي چې د دې ستونزې په وړاندې جدي اقدام وکړي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي:
"دا چې وسلې په انلاین ډول پلورل کېږي، دغه د الکټرونیکي جرایمو د کشف ادارې پورې اړه لري چې دغه سایټونه باید تثبیت او موقعیتیې پیدا او په ډاګه کړي، دوی باید ونیول شي، په دې مسئله کې دې غفلت نهکوي چې بیا عام کېږي."
ښاغلی یارمن همدا شان زیاتوي، دا کار له معیاري پلوه ټولنه بېثباته او په ستونزو کې راګېروي.
نوموړی سپارښتنه کوي چې د دا ډول کسانو په وړاندې چې په غیر قانوني ډول وسلې پلوري باید جدي پروګرامونه په پام کې ونیول شي او له تثبیت وروستهیې په وړاندې عملیات اجرا شي.
راپور: رحمتالله افغان