زاخېلوال: ولسمشر ته مې د ځان پر ځای د بل وړ کس د ګمارلو وړاندیز کړی

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ته‌یې مکتوبي وړاندیز کړی چې پر ځای یې بل وړ وګړی د پاکستان لپاره خپل سفیر وټاکي.

زاخېلوال نن دوشنبه پر ټویټر لیکلي چې د هغه د استعفا په اړه خپاره شوي خبرونه سم نه‌دي او د نوي سفیر تر ورتګه به خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه په بل ټویټ کې لیکلي چې له کاره د لیرې کېدو پرېکړه‌يې د دې لپاره کړې چې یوازې د دوو کلونو لپاره‌یې په اسلام‌اباد کې د سفیر په توګه د کار کولو ژمنه کړې وه او هغه موده بشپړه شوې ده.

زاخېلوال د ځان په سپیناوي کې لیکلي، ولسمشر ته‌یې څرګنده کړې چې په اسلام‌اباد کې له سفارته د لیرې کېدو په بدل کې د بل مقام تمه نه‌لري.