په بیتالمقدس کې د مسیحیانو یو شمېر مذهبي مشران چې د اسرائیل د حکومت د مالیې له نوي پلان سره مخالفت لري، ووتل او د کنیسې دروازې یې بندې کړې.
مسیحیان باور لري چې دا هغه سیمه ده چې عیسی مسیح مصلوب شوی و.
د مذهبي مشرانو یوې ډلې چې د دې سپېڅلې سیمې څارنه کوي، ویلي چې د اسرائيل حکومت په بیتالمقدس کې پر مسیحیانو فشار راوستی او د هغوی پر حقونو تېری کوي.
په بیتالمقدس کې د یوناني ارتدکسو، ارمني اپوستولیکانو او رومن کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشرانو په ګډ بیان کې ویلي:
"موږ د اعتراض څرګندولو لپاره داسې کار کوو چې ساری نهلري او د کنیسهالقیامه دروازې بندوو."
خو د اسرائیل د کابینې یوه وزیر ویلي چې د اعتراض د حل لپارهیې د کنیسهالقیامه له ناراضي مشرانو سره د خبرو نیت کړی او د مالیې د قانون د انفاذ حکمیې ځنډولی دی.
د بیتالمقدس ښاروال نیر برکت ویلي، کنیسهالقیامه د مالیې له درکه د حکومت لږ تر لږه ۶۵۰ ميلیونه شیکل چې ۱۸۶ ميلیونه ډالر کېږي، پوروړې ده.