چارواکي: په غزني او پکتیکا کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

په غزني او پکتیکا کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي او په لوګر کې یوه اندازه نشه‌یي توکي نیول شوي دي.

نن د دوشنبې په ورځ په پکتیکا کې د تندر قول اردو د ستراتېژيکو اړیکو دفتر د ازادي راډيو مشال څانګې ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په ګیرو او د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د شورنکي په سیمه کې ۱۹ مخالف وسله‌وال وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د غزني په ګیرو کې ۱۵ وسله‌وال افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې مړه او ۲۳ ټپیان شوي او ۴ نور وسله‌وال د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د شورنکي په سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په یاده جګړه او هوايي برید کې د وسله‌والو د یوه ډاټسن موټر په ګډون، یوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم له‌منځه تللي دي.

په دغې خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې د لوګر د مرکز اړوند سیمو کې تېره ورځ ناوخته د ملي اردو د سرتېرو له‌خوا په دوو ګاډو کې بار ۱۰۰۰ کېلو چرس هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نشه‌يي توکو د لېږدوونکو د تېښتې یا نیونې یادونه نه‌ده شوې.

تر اوسه د افغان ځواکونو د ادعاوو پر اساس، په غزني او پکتیکا کې وسله‌والو ته د اوښتو ځاني تلفاتو په باب کومې وسله‌والې ډلې رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.