د «م.م» د بشري حقونو شورا به خپله ۳۷مه کلنۍ غونډه پيل کړي

په پام کې ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سويس په جنيوا کې خپله ۳۷مه کلنۍ غونډه پيل کړي.

دغه غونډه چې نن پيلېږي د مارچ مياشتې تر ٢٣مې نېټې به دوام وکړي.

دغې غونډې ته به د ايران د عدليې وزير هم وينا وکړي چې د اروپايي ټولنې او کوربه هېواد سويس له‌خوا ورباندې بنديز لګول شوى دى.

په دې لړ کې به دغه شورا يوه درې ورځنۍ سرمشریزه هم جوړه کړي چې د نړۍ د شااوخوا ١٠٠ هېوادونو او نړيوالو ادارو رهبران به په‌کې برخه واخلي.

ځينو انتقاد کوونکو پر دې مسئله غوسه څرګنده کړې چې د بشري حقونو د شورا دغې غونډې ته ولې د ايران د عدليې وزير علي رضا اوايي هم وينا کوي.

اروپايي ټولنې او سويس په جلا جلا ډول پر اوايي مالي بنديزونه لګولي دي.

دوى وايي، د ايران دغه پخوانى عالي رتبه څارنوال له بشري حقونو په سرغړونو، په خپل سري ډول د خلکو په نيولو، د بنديانو پر حقونو په سترګې پټولو او د اعدامونو په زياتولو کې لاس لري.

په پاريس کې د ايران د مقاومت ملي شورا يوه غړي شاهين قبادي ويلي، د بشري حقونو په شورا کې اوايي ته د وينا چانس ورکول شرموونکې موضوع ده، دا د هغه په وينا له ملګرو ملتونو او د دې ادارې د بشري حقونو له مېکانیزمونو سره خيانت دى.