افغان حکومت وايي، د مارچ له لومړۍ نېټې له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ورستنولو بهیر باید داوطلبانه او د افغانانو په خوښه وي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون یکشنبه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل، پاکستان باید د کډوالو راستنول سیاسي نهکړي.
پرون یکشنبه پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یو بیان خپور کړی چې پهکې له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې د ستنېدو لپاره نوملیکنه وکړي.
د «یو. اېن. اېچ. سي. ار» د بیان له مخې کوم کډوال چې نوملیکنه نهکوي له مرستو به بېبرخې شي.
ملګري ملتونه هر هغه افغان کډوال ته چې خپل هېواد ته ستنېږي، ۲۰۰ ډالره ورکوي او افغان حکومت هم ژمنه کړې چې هرې کورنۍ ته به د اوسېدو لپاره ځمکه ورکوي.