د ایران قضايي چارواکي وايي، د چاپېریال ساتنې درې فعالان د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
نیمه رسمي خبري اژانس فارس د ایران د قضائیه قوې د ویاند غلام حسین اژهیي په حواله ویلي چې دا درې کسان په جنوبي ولایت هرمزګان کې نیول شوي.
ښاغلي اژهيي وویل:
"له امریکا او اسرائیل سره د دغو کسانو د اړیکې په اړه چې یوه جدي مسئله ده هېڅ شک نهشته."
ایراني چارواکي وايي، د چاپېریال ساتنې دغو ۳ فعالانو د علمي څېړنو تر پوښښ لاندې بهرنیو حکومتونو ته حساس اطلاعات غونډول.
په دې وروستیو کې څو کسان په ورته تورونو نیول شوي.
د چاپېریال ساتنې یو بل فعال او څېړونکی ایرانيالاصله کاناډايي کاووس سید امامي هم څه وخت مخکې په زندان کې ساه ورکړه.
د بشري حقونو فعالان وايي، په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه شپږ کسان د ایران په زندان کې مړه شوي دي.
د ایران قضايي چارواکي دا مړینې تأییدوي او وايي، ټولو دغو خلکو ځان وژنې کړې دي.