د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړو ښه مقامونه ګټلي.
د کرکټ انفو ویبپاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې خپل نهم ځای ساتلی.
خو راشد خان بیا د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی،د الراونډارانو په ډله کې محمدنبي عیسي خېل درېیم او په توپ وهونکو کې بیا شهزاد محمدي لسم مقام خپل کړی.