د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د یاد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او شااوخوا لس نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي.
نن د یکشنبې په ورځ د پکتیکا د والي ویاند محمدرحمن ایاز ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه سهار مهال څه باندې لس بجې د ښار ګوټي په یوه داسې برخه کې شوې چې هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.
ده وویل، په دې پېښه کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی.
د پکتیکا د والي ویاند وايي، د پېښې عاجل ناروغان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"دښمن د یوې ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل درولی وو چې د چاودنې له کبله يې یو پولیس شهید شو، د دوه ماشومانو په ګډون درې ملکیان شهیدان شول او تر لسو پورې ملکي او نظامي کسان ټپیان شوي هم دي."
د ښرنې په روغتون کې یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وايي چې د پېښې له ځایه ۱۳ تنه ټپیان یاد روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي.
د یادې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.