چارواکي: د البرز او پامیر عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د البرز او پامير په نوم د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي نن یکشنبه په مزار شریف کې خبریالانو وویل چې دا پوځي عملیات تېره ورځ په بلخ، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په مقصد ترسره شول.

ښاغلي نصرت زیاته کړه چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړل. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.