د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اجرائیه ریاست د سلاکار او د مشرانو جرګې د پخواني مرستیال رفیع الله ګل افغان د وژنې د قضیې په اړه د تحقیقاتو د پیل خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی ګل افغان پرون شنبه په کابل کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.
ښاغلي دانش وویل:
"تېر ماښام وسله والو کسانو پر رفیع الله ګل افغان د کابل د ۱۷ مې ناحیې په بوستان سړک کې برید وکړ، دی او ډریور یې دواړه ووژل شول، پولیسو په دې اړه تحقیقات پیل کړي."
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند هیله څرګنده کړه چې د ګل افغان قاتلان به ډېر ژر ونیول شي.
رفیع الله ګل افغان د جمعیت اسلامي له قوماندانانو څخه و.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نوموړي پر وژنه خفګان ښودلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې نوموړي په خلکو کې ډېر خاص ځای درلود.