د کندهار د ملي امنيت رياست یوه ۱۲ کسيزه وسله واله ډله نيولې

د کندهار د ملي امنيت رياست د غلجکي بریدونو ۱۲ کسيزه وسله واله ډله نيولې.

د کندهار د ملي امنیت ادارې له خوا نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي چې د دغه رياست منسوبینو هغه ۱۲ ترهګر ونيول چې د ترور او په نورو ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود.

په خپرپاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو اعترافاتو کې منلي چې د نهمې حوزې په تېرې اډې، برښنا کوټ، عیدګاه دروازې او نورو سیمو کې درې پولیس، یو قومي مشر او یو ټکسي چلوونکی وژلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .