پسرلی: حکومت د اقتصادي وضعیت ښه کېدو ته جدي هوډ لري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د عملي کار تر پیل وروسته په افغانستان کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ټاپي، فایبر نوري، ریل پټلۍ او یو شمېر نورو پروژو پرانیسته دا ښیي چې افغان حکومت د اقتصادي وضعیت ښه کېدو ته جدي هوډ لري.

نوموړي وویل، د کورنیو پانګوالو ترڅنګ د هند، ایران، پاکستان او چین سوداګرو هم لېوالتیا ښودلې ده چې د کانونو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

خو د ده په وینا، افغان حکومت باید د پانګوالو د امنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

د ټاپې پروژې عملي کار د جمعې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، د پاکستان د صدراعظم او په بهرنیوچارو کې د هند د دولت د وزیر له خوا پرانیستل شول.