په داسې حال کې چې کابل له وسله والو طالبانو سره د سولې پر خبرو نړيوالې غونډې ته تیاری نیسي، په افغانستان کې پرون شنبه لسګونه سرتېري او ملکي وګړي په وسله والو حملو کې وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري تأييد کړې چې په فراه کې د ملي اردو پر پوسته په حمله کې ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۲ زخمیان دي.
په همدې ورځ په کابل کې په انتحاري حمله کې۳ تنه ووژل شول او ۵ زخمیان دي.
په هلمند کې هم ۳ تنه د وسله والو طالبانو په حملو کې ووژل شول.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، کابل ښار به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د "کابل پروسه" په نوم، د نړیوالې غونډې کوربه وي چې هدف يې له وسله والو طالبانو سره د حکومت د سولې د خبرو د پېل لپاره د ډيپلوماټیک ملاتړ غونډول دی.
په غونډه کې به د داسې سیاسي بهیر د پيل پر امکان بحث وشي چې وسله وال طالبان هم برخه په کې ولري.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن پرون شنبه بیا ویلي چې وسله وال طالبان په جنګ کې بری نه شي ګټلای او د هغوی لپاره تر ټولو ګټور انتخاب د افغانستان له حکومت سره جوړجاړی دی.