د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او څېړونکی عبدالله بختانی ومړ

استاد عبدالله بختانی خدمتګار چې لسګونه کلونه يې د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره کار کړی و، نن شنبه د ۹۳ کالو په عمر، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د کابل پوهنتون استاد او د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښاغلي بختاني مړینه د ادب په برخه کې ستره ضایع وبلله او ویې ویل چې استاد بختانی د ویښ زلمیانو د ټولنې وروستۍ کړۍ وه چې د ژوند پور يې پرې کړ.

ښاغلي ازمون وویل:

"استاد بختانی زموږ د هغه عصر یوه کړۍ ده چې موږ ته يې ژبه، ادب او فرهنګ راوښود، دا د ویښ زلمیانو د ادبي غورځنګ وروستۍ کړۍ ده چې په مړینه به يې د پښتو ژبې او ادب په ځانګړي ډول، د څېړنې برخه ډېره تته شي، دا یوه لویه هستي وه، په دې برخه کې."

د ښاغلي ازمون د معلوماتو له مخې چې د مرحوم استاد بختاني جنازه به سبا یکشنبه په ۱۰ بجو د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختان کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

سرڅېړونکی استاد عبدالله بختانی خدمتګار په بېلابېلو برخو کې گڼې څېړنې ترسره کړې وې، په پښتو او درې ژبو يې له سلو ډېر اثار لیکلي وو چې ۷۸ يې چاپ او نېږدې ۲۸ يې ناچاپ وو.

هغه د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې رسمي دندې هم ترسره کړې وې.