قیمتي: هوايي حملو په ارزګان کې وسله وال طالبان ځپلي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په تېره یوه میاشت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بریدونو وسله وال طالبان سخت ځپلي دي.

نوموړی وايي د بهرنیو ځواکونو په دغه بریدونو سره د افغان پوځیانو مرال هم لوړ شوی:

"بهرنیو ځواکونو چې په ارزګان ولایت کې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو کوم بریدونه کړي، وسله وال طالبان يې سخت ځپلي دي او په تېره یوه میاشت کې له سلو زیات يې وژلي دي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي."

ښاغلي قیمتي له بهرنیو ځواکو څخه غوښتنه وکړه چې نور دي هم له افغان ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

که څه هم امنیتي مسؤلین وايي چې دغلته د بهرنیو ځواکو هوايي بریدنو وسله وال طالبان ځپلي، خو لاهم د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته په درې کېلومترۍ کې او د ولسواليو مرکزونو ته په یو کېلومترۍ کې وسله وال طالبان شتون لري.