پسرلی: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونه د افغانستان - قزاقستان تر منځ د هوايي دهلېز د پرانیستلو خبر ورکوي.

د دغه خونې ویاند صیام الدین پسرلي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه هوايي دهلېز له لارې تېر ماښام شا او خوا ۴ ټنه بادرنګ او رومیان او غالۍ هغه هېواد ته صادر شوي دي.

نوموړی وايي، په پام کې ده چې له عربي هېوادونو، اندونیزیا، سریلانکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه جوړ او ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه وشي.

ښاغلی پسرلی وايي، دا د ځمکې په نسبت افغان سوداګرو ته ارزانه پریوزې او انتقالات یې هم په کم وخت کې کېږي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې افغانستان له هند سره هم د هوايي دهلېز له لارې د وارداتو او صادراتو لړۍ پیل کړې ده.