د امریکا استخبارات وايي، یو موټر چې چلونکې یې ښځه وه، د سپینې ماڼۍ له یو محافظتي دېوال سره ټکر کړی دی.
د موټرچلونکې نیول شوې ده.
د امریکا استخباراتو پرون جمعه پر ټوېټر وویل چې د سپینې ماڼۍ محافظتي دېوال نه دی مات شوی او د قانون د حاکمیت د ساتنې ځواکونو ته هم زیان نه دی رسېدلی.
په پېښه کې ډزې هم نه دي شوي.
خو د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي چې د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمې بندې شوې دي.
د پېښې پر وخت د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې و او د اسټرالیا له صدراعظم سره یې خبرې کولې.