سلیوان: په سوریه کې له روسیې سره همکاري امریکا ته سخته شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، جان سلیوان ویلي، واشنګټن ته ګرانه ده چې په سوریه کې د وضعیت د کرارۍ لپاره له روسیې سره همکاري وکړي.

سلېوان داخبره په سوریه کې د دېرش ورځني اوربند ټینګېدو لپاره د نړیوالو د هڅو په وړاندې د روسیې مقاومت ته په اشاره کړې ده.

هغه پرون جمعه په بروکسل کې خبریالان ته ویلي:

"موږ ډېره هڅه وکړه چې په هغو سیمو او مواردو کې چې د ګډ هدف لپاره همکاري کولائ شو، له روسیې سره د مذ اکرو لړۍ او ارتباط ټینګ وساتو."

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په وینا، د سخت دریځو اسلامپالو ډلو پرضد د مبارزې له پراختیا سره، د روسیې او واشنګټن ترمنځ همکاري ګرانه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د یوې میاشتې اوربند پر وړاندیز رای ګیري کوي.

د اوربند هدف په ټوله سوریه کې خلکو ته د بشري مرستو رسول او د جګړې له سیمو د زخمیانو او ناروغانو ایستل دي.