د غزني چارواکي تأييدوي چې نامعلومو وسله والو د امنيې قوماندانۍ مالي مرستيال وژلى دى.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسؤلانو د ازادي راډيو خبريال ته ويلي چې غلام يحی نن جمعه ماسپښين د غزني په قلعه نو سيمه کې د وسله والو په ډزو وژل شوى دى.
سرچينه وايي، وسله والو د امنيې قوماندانۍ د مالي مرستيال موټر له ځان سره بېولى دى.
د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.