د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په هغه هېواد کې د هالنډ استازى وربللى او د انقرې اعتراض يې ورسپارلى دى.
دغه اعتراض وروسته له هغې ور وسپارل شو چې د هالنډ پارلمان د عثماني امپراطورۍ له خوا د ارمنیانو وژنه «عامه وژنه» وبلله.
د هالنډ د پارلمان وکيلانو په اکثريت رأيو هغه پرېکړه ليک تصويب کړ چې په کې په ١٩١٥میلادي کال کې د عثماني امپراطورۍ له خوا د ارمنیانو وژنه د «عامه وژنې» په توګه په رسميت پېژندل شوې ده.
د ترکيې انادولو خبري اژانس نن راپور ورکړى چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په انقره کې د هالنډ شارژدافير ايريک ويش-تراتې په يوه اوونۍ کې د دوهم وار لپاره ور وباله.
د ځينو ارقامو پر اساس، د اولې نړيوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراطورۍ له خوا څه باندې يو نيم میليون ارمنيان وژل شوي وو.