مونته‌نګرو: د امریکا پر سفارت حمله کوونکی صربیا کې زیږیدلی و

د مونته‌نګرو چارواکي وایي، هغه کس چې په پلازمېنه پودګوریتسا کې د امریکا پرسفارت بمي حمله کړې او وروسته یې ځان وژلی، په صربیا کې زیږیدلی و.

څارنوالانو او پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې حمله کوونکی د دالیبور جاوکوویچ Dalibor Jaukovic په نوم د پخوانۍ یوګوسلاویا د پوځ سرتیری و چې د ناټو ضد احساسات یې څرګند کړي و.

امریکایي او د مونته‌نګرو چارواکو ویلي چې د امریکا پرسفارت د وړمې شپه په حمله کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ Heather Nauert وویل، دا وزارت ګومان نه‎کوي چې دغه حمله دې امریکا ته د موجوده ګواښ یوه برخه وي او دا چې سفارت د یوې ورځې لپاره د قونسلي برخې کار ځنډولی و، دا کار یې د احتیاط لپاره کړی و.