حکيم خان د سوک وهلو د تمرين پر مهال ناڅاپه ولې ژاړي؟

حکيم خان د سوک وهلو يو تکړه لوبغاړی دی.

دی په يوه سيالۍ کې د خپل ولایت په سطحه اتلولي ګټي، تر دې وروسته اراده کوي چې لومړی په ملي او بيا په نړيواله کچه هم سيالي وګټي او د افغانستان نوم وځلوي.

هغه دی چې د دې هدفونو لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کوي او تمرين کوي، خو يوه ورځ ناڅاپه د تمرين کولو پر مهال په ژړا کېږي.

دا چې حکيم خان ولې ژاړي او وروسته به څه پېښ شي، دا به په يوه ډرامه کې واورو چې د ازادي راډیو خبریال عبدالنافع همت ليکلې ده.

دا ډرامه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ډرامه