په پنجشیر کې څه باندې ۱۳ کېلو ګرامه نشه‎يي توکي ونیول شول

په پنجشیر ولایت کې څه باندې ۱۳ کېلو ګرامه نشه‎يي توکي ونیول شول.

د پنجشیر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد منصور عُنابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ ۱۳،۲۰۰ کېلو ګرامه چرس چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او يوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل ونيول او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله بيا تر اوسه د پنجشیر پولیسو ۱۸۵ کېلو ګرامه چرس، ۱۲۰ کېلو ګرامه تاریاک او ۱۲ کېلو ګرامه کیمیاوي مواد نیولي او د قاچاق په تور یې ۳۶ کسان نیول شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.