عبدالله: د کوکنارو د کښت له‎منځه وړل، د افغان حکومت له توانه وتلې

د افغان حکومت اجرائیه رئیس نشه‎يي مواد د افغانستان تر ټولو لویه اجتماعي ستونزه بولي او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې غوښتنه کوي.

ډاکتر عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ‌یې د اجرائیه ریاست په دفتر کې د عامه پوهاوي او نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو غونډې ته خبرې کولې وویل، د کوکنارو کښت او نشه‎يي موادو د تولید عوامل له‎منځه وړل، په يوازې سر د افغان حکومت له توانه وتلې خبره ده، ځکه په نړیوال بازار کې د نشه‎یي موادو د بیې لوړوالي نړیواله غوښتنه زیاته کړې او په افغانستان کې یې روانې ناامنۍ ته زمينه برابره کړې ده.

نوموړی وايي:

"د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید یو بحراني حالت دی. د ټولو دولتي ادارو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري، خو ستاسو تمرکز باید د تقاضا پر کمولو وي. د ستونزې یوه برخه بهرنی مارکېټ دی، هغه ګټه چې قاچاق کوونکي او نړیواله مافیا یې له دې درکه ترلاسه کوي، په هغو کې ترهګرې ډلې او سازمان شوي، جرمي شبکې هم شاملې دي چې د دې ټولو مخنیوی زموږ له توانه وتلی کار دی."

اجرائیه رئیس اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې خپل ټول پام د نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو ته واړوي.