ترکیې د ارمنیانو د وژنې په اړه د هالنډ د پارلمان پرېکړه غندلې

ترکیې د هالنډ د پارلمان هغه پرېکړه غندلې ده چې د عثماني ترکیې د حکومت له خوا د ارمنیانو وژنه یې ګڼه وژنه یا جینوسایډ بللی خو ارمنستان هغه ستایلې ده.

د هالنډ د پارلمان ولسي جرګې په قاطع اکثریت سره هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې په ۱۹۱۵ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنیانو دا ډله ییزه وژنه په رسمیت پېژني.

د پارلمان ویاندې خدیجې اریب پرون وویل چې دا پرېکړه لیک د درېیو مخالفو رأیو په وړاندې په ۱۴۲ موافقو رأیو تصویب کړ.

وکیلانو همدا راز په یوه جلا پریکړه لیک کې په را روانه اپرېل میاشت کې د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته د حکومت د یوه استازي د استولو غوښتنه هم وکړه، څو له چارواکو سره د دې وژنې په مناسبت د یاد غونډې د جوړولو په اړه خبرې وکړي. ارمنستان د دې پرېکړه لیک هرکلی کړی.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت د هالنډ د پارلمان د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي يې دي چې هغه د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو ته د هالند د پارلمان پر ژمنتیا ټینګار کوي خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه بیان کې د هالنډ د پارلمان دغه اقدام په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د پارلمان دغه پریکړه غیرقانوني ده او اعتبارنه لري.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني امپراتورۍ له خوا د نژدې یونیم میلیون ارمنیانو د ډله ییزې وژنې مسئله هم د ارمنستان او هم د ترکیې لپاره ډېره حساسه شوې ده.