په تخار ولایت کې د چرګانو یو فارم پرون پنجشنبه پرانېستل شو. د تخار والي فضل الله مجددي ازادي راډیو ته وویل چې دا فارم د ۳۳ میلیون افغانیو په پانګونه جوړ شوی دی.
ښاغلي مجددي زیاته کړه چې دا فارم اوس د لس زره چرګوړو د تولید او ساتنې ظرفیت لري، خو په راتلونکي کې به نور هم پراخ شي:
"دا اوس مهال د شاوخوا ولایتونو اړتیاوې پوره کوي. په راتلونکي کې دې ته پراختیا ورکوو چې د افغانستان په کچه سیالي وکړي او دا له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمامېږي."
ښاغلی مجددي وايي، د چرګانو دا فارم د همراه په نوم ټولنې له خوا د«CARD-F» مرستندویې ټولنې په مرسته او د کلیو د پراختیا، د کرنې او د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د وزارت په ملاتړ جوړ شوی.
د تخار والي زیاته کړه چې د دې فارم له فعالېدو سره به لسګونه کسانو ته په مستقیم او سلګونه نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار امکان برابر شي.