هرات کې نن جمعه د ټاپي پروژه پرانیستل کېږي

په پام کې ده چې د ټاپي نل لیکي د رغونې چارې د افغانستان په ګډون په دې مهمه پروژه کې د شاملو څلورو هېوادونو د چارواکو په ګډون نن جمعه په هرات کې په یوه غونډه کې پرانېستل شي.

ولسمشر اشرف غني په دې مراسمو کې د ګډون لپاره تېر ماښام هرات ته ورسېد.

په نننیو مراسمو کې به پر ښاغلي غني سربېره د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ام جې اکبر ګډون وکړي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې په دې مراسمو کې به سلګونه کورني او بهرني میلمانه حاضر وي:

"شاوخوا یو زر او دوه سوه کورني او بهرني مېلمانه به په هرات ښار کې د غونډې د پرانېستو په مراسمو کې ګډون وکړي."

ټاپي نل لیکه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته چې انرژۍ ته اړتیا لري ولېږدوي.

افغان چارواکي وايي چې د ټاپي په چوکاټ کې د ګاز پر لېږدولو سربېره د افغانستان، پاکستان او هند لپاره د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا، په هرات، فراه او کندهار کې د برښنا سب سټیشنونه، نوري فایبر او د اوسپنې د پټلۍ پروژې هم شاملې دي.

چارواکي همدا راز هیله لري چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د هېواد په ډېرو سیمو کې د اقتصادي پرمختګ او زرګونه افغانانو ته د کار امکان برابر شي.