په پام کې ده چې د ټاپي نللیکې د رغونې چارې د افغانستان په ګډون په دې مهمه پروژه کې د شاملو څلورو هېوادونو د چارواکو په ګډون نن پنجشنبه په هرات کې په یوه غونډه کې پرانېستل شي.
ټاپي نللیکه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته- چې انرژۍ ته اړتیا لري ولېږدوي.
افغان چارواکي هیلهمن دي چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به د هېواد په ډېرو سیمو کې د اقتصادي پرمختګ او د زرګونه افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابر شي، خو دا مهمه پوښتنه لا هم پرځای پاتې ده چې دا پروژه له سیاسي او امنیتي پلوه څومره عملي ده؟
د ازادي راډیو خبریال احمدتکل په دې اړه په کابل کې د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز له مشر حلیمالله کوثري سره مرکه کړې.
ښاغلی کوثري په دې باور دی چې په ټاپي کې شامل هېوادونه د دې پروژې عملي کېدو ته پوره چمتووالی لري.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5