افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته رسېدلی دی.
ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر لیکلي دي په هرات کې به د ټاپي د پایپ لاین پرانیسته وکړي او په دې مراسمو کې به دغلته د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان څخه د ورغلو هیئتونو له مشرانو سره وګوري.
ولسمشر اشرف غني زیاته کړې چې د اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال یو نوی پړاو د افغانستان په اقتصادي او کلتوري مرکز هرات کې پیلېږي.
افغان ولسمشر همدارنګه ویلي چې په هرات کې به د پاتې کېدو پر مهال دغلته له ولایتي ملکي او نظامي چارواکو او پر هرات سربېره د کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د مدني ټولنې او ښځو له استازو سوداګرو سره وګوري.
د ټاپي د پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي سبا جمعهیې د افغانستان د برخې د کار پرانیسته کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، په دې مراسمو کې به د افغانستان او ترکمنستان پر ولسمشرانو سربېره د پاکستان صدراعظم او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر برخه واخلي.