چارواکي: په فراه، ارزګان او بلخ کې ۴۹ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د حکومت لسګونه مخالف وسله‌وال وژلي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج‌اباد او ګراني سیمو کې د عملیاتو او هوايي بمبارۍ په ترڅ کې شااوخوا ۳۰ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان دي.

د ښاغلي مهري په وینا دا په دې وروستیو کې په فراه ولایت کې تر ټولو شدید عملیات دي چې د وسله‌والو خلاف ترسره کېږي.

د سیمې څخه ځینو کسانو ازادي راډیو ته ویلي چې د ګنج‌اباد په سیمه کې هوايي بمبارۍ لس ملکیان وژلي دي، خو امنیتي چارواکي دا ادعا نه‌تأییدوي.

د یوه بل خبر له مخې په ارزګان کې د امنیه قوماندانۍ د عملیاتو د لومړي کنډک قوماندان زین‌الله نن ازادي راډیو ته وویل چې د مرکز ترینکوټ په کوټوال سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو په یو هوايي برید کې ۱۲ وسله‌وال ووژل شول او دوه تنه نور یې ټپیان کړي.

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا مبصر هم شامل دی.

په شمال کې بیا د شاهین قول اردو ویاند نصر الله جمشیدي ازادي راډیو ته ویلي چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۷ طالب وسله‌وال وژل شوي، ۱۲ ټپیان دي او څلور تنه نیول شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، ارزګان، فراه، هرات، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د تعرضي عملیاتو په ترڅ کې ۴۹ تنه وسله‌وال وژلي او لسګونه نور یې ټپیا کړي دي.

د افغان چارواکو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه‌دي تأیید شوي.

وسله‌والو طالبانو هم په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.